د لوړو زده کړو وزیر شیخ نداء محمد ندیم د دغه وزارت د رهبري شورا په تالار کې، د مرکزي ریاستونو رییسانو ته په حضوري ډول او د امارتي پوهنتونونو مسولینو ته په انلاین بڼه د هېواد د تحصیلي نظام د پیاوړتیا او په پوهنتونونو کې د اړینو اصلاحاتو د راوستلو په موخه مهمې لارښوونې او سپارښتنې کړې دي.
ښاغلي ندیم په ټولنه کې د پوهنتونونو د رول او مسولیتونو په اړه خبرې کړي او ویلي یې دي:«د اسلامي امارت له لوري پر موږ ستر باور شوی او د تحصیلي نظام د پیاوړتیا مسوولیت موږ ته سپارل شوی، تر څو له دې لارې پرمختګ ته زمینه برابره کړو.»
نوموړي زیاته کړې، موږ د خپلو ورځنیو دندو تر څنګ، د پوهنتونونو د اصلاحاتو مسوولیت هم لرو او د هېواد بنیادي پرمختګ د زموږ پر اوږو دی.
د لوړو زده کړو وزیر همداراز د امر بالمعروف او نهي عن المنکر د قانون پر پلي کېدو ټینګار کړی او د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظهالله تعالی د لارښوونو پر بنسټ یې سپارښتنه کړې، چې تحصیلي نصاب په دوامداره توګه وڅارل شي او د هېواد ځوان نسل د دین، کلتور او ملي ارزښتونو سره سم وروزل شي.
دغهراز نوموړي د تحصیلي نهادونو د مسوولینو غوښتنې او ستونزې هم اورېدلي او د حل ډاډ یې ورکړی دی.

