ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د شیخ شهاب‌الدین دلاور او جُی سینګال لیدنه؛ د بشري همکاریو پر پیاوړتیا خبرې شوې

د افغاني سرې میاشتې عمومي رییس شیخ شهاب‌الدین دلاور د ملي ټولنو د نړیوال فدراسیون د اسیا-پاسفیک حوزې د روغتیا، اقلیمي بدلون او پېښو د برخې عمومي مسوول جُی سینګال په مشرۍ راغلي پلاوي سره په لیدنه کې د کډوالو د ملاتړ، اقلیمي بدلون د اغېزو او روغتیايي خدماتو د پیاوړتیا په اړه خبرې کړې دي.

شیخ شهاب‌الدین دلاور، افغانستان ته د ښاغلي سینګال راتګ د افغاني سرې میاشتې د بشرپاله فعالیتونو د پراختیا او پیاوړتیا  لپاره اغېزمن بللی او هیله یې ښودلې، چې دا سفر به د راستنېدونکو کډوالو د ستونزو د ښه درک او ورته د حل لارو موندلو، د اقلیمي بدلون څخه د اغېزمنو سیمو او قربانیانو ته د ځواب ویلو د لارو چارو، د روغتیايي خدمتونو د لا ښه والي او د رواني ناروغانو د درملنې بهیر د پیاوړتیا په برخه کې عملي پایلې ولري.

نوموړي ویلي، چې افغاني سره میاشت چمتو ده له خپلو نړیوالو کاري شریکانو سره د اوږدمهاله مرستو، کډوالو ته د لنډ مهالې سرپناه برابرولو، پخو خوړو، څښاک پاکو اوبو او د کاري فرصتونو برابرولو په برخو کې همکاري نوره هم پراخه کړي.

ورپسې ښاغلي سینګال په خپلو څرګندونو کې، افغانستان د نړیوال فدراسیون لپاره یو له  درېیوو مهمو لومړیتوب لرونکو هېوادونو له ډلې یاد کړی او ویلي یې دي، چې غواړي هرات اسلام قلعه بندر ته په ورتګ د کډوالو وضعیت له نږدې وګوري او هغوی ته د وړاندې کېدونکو بشري او روغتیايي خدمتونو ارزونه وکړي، د اقلیمي بدلون له امله د زیانمنو اړتیاوې معلومې کړي او د رواني ناروغانو درملنې بهیر پر پیاوړتیا د سلا مشورو ترڅنګ د شته ستونزو او وړاندیزونو په اړه تر غور وروسته د افغاني سرې میاشتې د هر اړخیز مالي ملاتړ لپاره اړينې هڅې وشي.

 نوموړي ډاډ ورکړی، چې د دې سفر له ارزونو به یو تفصیلي راپور جوړوي، څو د نورو سیمه‌ییزو او نړیوالو شریکانو سره تر شریکولو وروسته د همکاریو د لا پراختیا لپاره عملي ګامونه واخیستل شي.

همدارنګه په پای کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو د دوام ژمنه کړې ده.