ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

په ميدان وردګو کې د نږدې ۲۲ ميليونه افغانيو په ارزښت د ۱۰ ښوونځيو د بيا رغونې چارې پيل شوې

د ميدان وردګو ولايت پوهنې رياست په نرخ، چک، سيداباد او دايميرداد ولسوالیو کې د ۲۱.۷ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۰ ښوونځيو د بيا رغونې چارې پيل کړې.

‎په دې تړاو جوړو شویو مراسمو کې د پوهنې رییس مولوي محمد عثمان حريت، د ولايت مقام د کارکوونکو چارو امر مولوي حميد الله شهيد خيل، د یادې ولسوالۍ د پوهنې امر محمد فاروق احمدي،امارتي مسولينو، ګڼ شمير علماوو او ولسي خلکو ګډون درلود.

‎د پوهنې رییس مولوي محمد عثمان حريت وایي، یاد ښوونځي د يونیسف مرستندویه موسسې په مالي ملاتړ او دصدا داخلي موسسې په تطبيق د ۲۱.۷ ميليونه افغانيو په ارزښت جوړيږي چې په دغه  پروژه کې د ښوونځيو احاطوي دېوالونه، تشنابونه، د تعميرونو بيا رغونه او رنګمالي شامله ده اوهمدارنګه يو شمېر نورو ته د څښاک اوبه او حفظ الصحې سېستم هم برابرېږي.

‎نوموړي ډاډ ورکړی، چې دوی به د ميدان وردګو ولايت ټولو ښوونځيو او ديني مدارسو کې د زده کوونکو لپاره د زده کړې خوندي او منظم چاپېريال برابر کړي.

‎د يادونې وړ ده، چې په دغو ښوونځيو کې د ابو سعید الخدري رضي الله تعالی عنه ابتدائیه، سرکۍ بادام ابتدائيه ، اتفاق السنګ لېسه ، حیدریه بغلان ابتدائیه ، شهید میرزا ابتدائيه ، شهدای شنیز متوسطه ، لوړه لېسه ، ملالۍ متوسطه ، شهيد غلام درویش لېسه، غازی عصمت الله خان لېسه شامل دي.