ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اسټرالیا لومړی وزیر: د غزې کلابندي د انسانیت او اخلاقو ښکاره نقض دی

د اسټرالیا لومړي وزیر انتوني البانیز د اسرائیلو له لوري د غزې کلابندي “له انسانیت او اخلاقو ښکاره سرغړونه” بللې ده.

نوموړي له یوې رسنۍ سره په خبرو کې ویلي: «ښکاره ده، چې د اسرائیلو له لوري غزې تړانګې ته د بشري مرستو مخینوی له نړیوالو قوانینو څرګنده سرغړونه ده.»

البانیز د فلسطین د رسمیت پېژندنې په تړاو ویلي: “دا پرېکړه به د اړینو شرایطو د رامنځته کېدو په صورت کې وشي.”