په غزه کې د بشري ناورین او لوږې له خپرېدو سره هممهاله اسرائیلي یرغلګرو خپلو بریدونو او وحشتونو ته دوام ورکړی.
الجزیرې د روغتیايي سرچینو له قوله ویلي، چې یوازې پرون شنبه د اسرائیلي یرغلګرو په بریدونو کې لږ تر لږه ۷۱ فلسطینیان شهیدان شوي. په قربانیانو کې ۴۲ هغه کسان هم شامل دي، چې د مرستو اخیستلو په هڅه کې په نښه او شهیدان شوي دي.
د غزې روغتیا وزارت ویلي، چې پینځو نورو فلسطینیانو هم د لوږې له امله ژوند بایللی. په غزه کې د اسرائیلي یرغلګرو د جګړې له پیل راهیسې ۱۲۷ کسانو د لوږې او خوارځواکۍ له امله ژوند بایللی، چې ۸۵ یې یوازې ماشومان دي.
غزه له سخت بشري ناورین سره مخ ده او اوسېدونکي یې په سختۍ د ژوند د پایښت لپاره خوراکي توکي پیدا کوي.
د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام هم خبرداری ورکړی، چې په غزه کې له هرو درېیو کسانو یو یې څو ورځې بې له خوړو تېروي.
یاد سازمان زیاته کړې، چې د خوارځواکۍ کچه مخ پر ډېرېدو ده او ۹۰ زره ښځې او ماشومان بېړنۍ او جدي درملنې ته اړتیا لري.
له دې وړاندې د بېپولې ډاکټرانو، د ماشومانو د ژغورنې سازمان او اکسفام په شمول ۱۰۹ نړیوالو مرستندویه سازمانونو او د بشري حقونو ډلو په غزه کې د سختې لوږې او پراخه قحطۍ خبرداری ورکړی و.
دوی ویلي و، همکاران یې او هغه خلک چې دوی یې خدمت کوي ورو، ورو له منځه تلونکي دي. دې بنسټونو له حکومتونو د بېړني اقدام غوښتنه کړې وه.
اسرائیلي یرغلګرو د نړیوالو له جدي غبرګونونو سره-سره د غزې کلابندۍ ته دوام ورکړی او فلسطینیان یې له سخت بشري ناورین سره مخ کړي دي.

