د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي، چې د بادغيس ولايت سنګ اتش ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د ترافيکي پېښې له امله راپورته شوې شخړه چې له امله يې يو تن خپل ژوند له لاسه ورکړی و، د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست د مسوولينو لخوا په سوله ييزه توګه حل شوه او دواړو خواوو يو بل ته د ورورولۍ غاړې ورکړې.
په ورته مهال د بلخ ولايت مرکز مزارشريف ښار شپږمې ناحيې کې څلور کلنه اوږده شخړه چې د دواړو لوریو ترمنځ يې ژور اختلاف رامنځته کړی و د دغه ولايت دسرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست استازو په وسيله پای ته ورسېده او دواړو لوریو یو بل ته بښنه وکړه او د سولې او یووالي لار یې غوره کړه.
همداراز د مزارشريف ښار په نهمه ناحيه کې هم ورته درې کلنه بله شخړه د خبرو اترو له لارې حل شوه.
ښکېلو خواوو يو بل ته د ورورولۍ غاړې ورکړې او ژمنه يې وکړه، چې له دې وروسته به هېڅ ډول شخړه نه کوي.

