ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

قرغیزستان کې د اسلامي امارت او قطر سفیرانو د اسلامي امارت پر رسمیت پېژندنې خبرې کړي

قرغیزستان کې د اسلامي امارت سفیر مولوي عبدالشکور حقاني ياد هېواد کې د قطر له سفیر عبدالله بن احمد السليطي سره لیدنه کړې.

په دې لیدنه کې د افغانستان پر امنیتي او اقتصادي وضعیت، نړیوال تعامل او د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې په اړه خبرې شوې دي.

ښاغلي حقاني د قطر له ملاتړ، د ګوانتنامو له بند خونو د افغان بندیانو د خوشې کولو له هڅو، د سیاسي دفتر د پرانیستلو او د يو شمېر افغان کارګرانو لپاره د کاري زمینو برابرولو له امله مننه کړې ده.

 نوموړي دغه‌راز د غزې له مسلمانانو د ملاتړ په موخه د اسلامي هېوادونو پر یووالي ټینګار کړی دی.

 ورته‌مهال قرغیزستان کې د قطر سفیر له اسلامي امارت سره د ښو اړیکو او دوامداره همکاریو ډاډ ورکړی دی.