ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ترکمنستان کې د اسلامي امارت او بیلاروس سفیرانو لیدنه؛ د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا یې خبرې کړي

ترکمنستان کې د اسلامي امارت سفیر فضل محمد صابر د دغه هېواد لپاره د بیلاروس له سفیر استاني‌سلاو چپورنوی سره لیدنه کړې.

عشق‌اباد کې د اسلامي امارت سفارت وایي، چې دواړو لوریو په دې لیدنه کې د سیاسي او اقتصادي همکاریو پر پراختیا، په

افغانستان کې د پانګونې په فرصتونو، د پلاوو تګ او راتګ پر اسانتیاوو او د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا خبرې کړې دي.

دغه‌راز افغان او بیلاروسي چارواکو پر ګډ کار او له يوبل سره د هراړخيزو همکاریو په درلودلو ټینګار کړی دی.