په افغانستان کې د کرېکټ نړیوال جام سیاحت/ رزوي خان خپلواک
مخکې له دې چې کرېکټ نړیوال جام سیالۍ پیل شي، نو د کرېکټ نړیواله شورا دغه جام د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو ګرځوي. په دې لړ کې یو هم افغانستان و، چې دوه ورځې د نړیوال جام کوربه و.
د وږي میاشتې پر ۱۶ مه کرېکټ نړیوال جام د افغانستان میلمه شو.

دغه جام لومړی ځل لپاره په کابل هوايي ډګر کې کمکیو ماشومانو او تنکیو لوبغاړو ته مخ ور ښکاره کړ. له دې ځایه بیا د کرېکټ ملي ادارې په انګړ کې قدم کېښود. دلته یې تود هر کلی او مېلمه پالنه وشوه.

په کرېکټبورډ کې له څو ساعتونو تېرولو ورسته د کابل لویدیځ ته پر چکر ووت. هلته یې د دارالامان تاریخي ماڼۍ ننداره وکړه. له دې ځایه شین پغمان لېدو په نیت ووت. پغمان کې یې له تاریخي ماڼیو سره یو ښکلی سیلفي واخیست او بیا یې د پغمان پر یخو اوبو خپله تنده ماته کړه.
د ماهیپر لېدل یې هم په زړه و. ځکه خو یې له ماهیپر له هسکو ولېدل او پر لوړه څوکه یې د خاطرو یو تصویر واخیست.


د ښارونو ناوې لېدل د ټولو بهرنیانو د زړه ارمان وي. نړیوال جام ټرافي هم د ام البلاد لېدو په موخه له کابله ووته. د یخو سالنګونو پر هسکو کږلېچونو ورتېر شو او د بخدي پر مېلمستون یې قدم کېښود.

هلته یې د سپینو ښاپېریو له لوري خورا په مینه بدرګه شو. د سخي صاحب او ملا محمد جان زیارتونه یې وکړل. د بلخ په لېدو سره یې د زړه ارمان پوره شو او د دوه ورځني سیاحت وروسته د اماراتو پر لور وخوځېد.


