عدلیې وزارت وايي، چې د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېسیون د ۱۴۴۶ سپوږمیز کال په وروستیو درېیو میاشتو کې له غاصبینو او غیرې شرعي متصرفینو څخه په ۱۶ ولایتونو کې له ۵۱۰ زره او ۴۴۷ جریبه ډېره امارتي ځمکه بېرته راګرځولې او اړوند ادارو ته یې تسلیم کړې ده.
دا ځمکې په ننګرهار، کندوز، جوزجان، تخار، غور، خوست، پکتیکا، لوګر، نیمروز، پنجشیر، کاپیسا، سرپل، سمنګان، بادغیس، میدان وردګ او بامیان ولايتونو کې د ځمكو له غصب څخه د مخنيوي کمېسيون، د امارتي غصب شويو ځمكو قضيو ته د رسېدنې اختصاصي محکمو او د ځمكو له غصب څخه د مخنيوي کمېسیون د ولايتي تخنيکي پلاوو د پرېکړو پر اساس له ارزونې او تثبیت وروسته را ګرځول شوې دي.
د تېرو درېیو میاشتو په ترڅ کې تر ټولو ډېره څه باندې ۳۷۲ زره جریبه ځمکه په نیمروز، میدان وردګ او جوزجان ولايتونو کې له غصب راګرځول شوې ده.
یاد وزارت زیاتوي، چې د ځمكو له غصب څخه د مخنيوي تخنيکي پلاوو د دې درېیو میاشتو په موده کې له ۵۱۹ زره او ۲۹۹ جریبه ډېره امارتي ځمکه د هېواد په ۲۷ ولایتونو کې تشخیص کړې او څه باندې ۷۵۹ زره او ۸۲۳ جریبه نوره په ۲۹ ولایتونو کې تر ارزونې لاندې ده.
د یاد وزارت مسولینو ټینګار کړی، چې د امارتي ځمکو د ارزونې، تثبیت او بېرته راګرځولو بهير د هېواد په ټولو ولایتونو کې دوام لري او د غصب شویو زرګونه جریبه امارتي ځمکو دوسیې د ځمکو له غصب څخه د مخنيوي کمېسیون او په ولایتونو کې دیاد کمېسیون د تخنيکي پلاوو تر ارزونې لاندې دي.

