ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هلمند سيند دودیزه کلنۍ مشاعره وشوه

د هلمند ولايت د اطلاعاتو او کلتور رياست له لوري د هلمند سيند دودیزه کلنۍ مشاعره وشوه.

په دې مشاعره کې د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال مولوي عتيق الله عزيزي، د ځوانانو چارو مرستیال مولوي محمد یونس راشد، د هلمند والي مولوي عبدالرحمن مسلم کندوزي، د اطلاعاتو او کلتور رییس حافظ عبدالباري راشد، د امارتي ادارو مسولینو، د هلمند او هېواد له نورو ولایتونو څخه لسګونو شاعرانو، نعت ویوونکو، ترانه ویوونکو او زرګونه ولسي خلکو ګډون کړی و.

په پیل کې د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مسولینو راغلو مشرانو، شاعرانو، لیکوالانو او میلمنو ته ښه راغلاست ویلی دی.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او کلتور مرستیال ویلي، د خوشحالۍ ځای دی، چې د هلمند په ګډون د نورو ولایتونو شاعران او لیکوالان په ډاډمنه امنیتي فضا کې راټول شوي دي.

د مولوي عتیق الله عزیزي په خبره، هلمند نه یوازې د شعر او ادب په تاريخ کې ځانګړی ځای لري، بلکې په دیني او جهادي برخه کې هم د هلمندي ولسونو کارنامې د ستاينې وړ دي.

ښاغلي عزیزي، د شاعرانو، لیکوالانو او ادیبانو کړنې، فعالیتونه او تېرې شل کلنې جهادي هڅې ستایلې دي.

شاعرانو او ترنم کوونکو د حمدونو او نعتونو تر څنګ د شعر په ژبه د تېر شل کلن اشغال پر مهال د اشغالګرو د وحشتونو، د مجاهدینو د فاتحانه بریدونو، د اوسني اسلامي سپېڅلي نظام بې مثله امنیت او پراختیایي پروژو په اړه حماسي شعرونه وړاندې کړې دي.

د مشاعرې په وروستیو کې د ناسمو رواجونو د مخنیوي په اړه د عالیقدر امیر المؤمنین حفظه الله د صادر شوي فرمان د تطبیق په موخه زرګونه ګډونوالو ته د عامه پوهاوي یوه تمثیلي پارچه هم وړاندې شوې ده.