د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې یو کلنې کړنې او لاستهراوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د یاد وزارت عملیاتي مرستیال مولوي فتح الله منصور د خپلو یو کلنو لاستهراوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، چې په تېر یوه کال کې د افغانستان له هوایي حریم څخه شاوخوا ۹۶ زره او ۵۰۰ عبوري الوتنې شوې دي.
د ښاغلي منصور په وینا، په منځنۍ کچه په هرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۰۰ الوتنې کېږي.
په یاد پروګرام کې مسولینو ویلي، چې تېر کال یې له روسیې، قزاقستان او تاجکستان سره په ترانسپورټي برخه کې هوکړې لاسلیک کړې دي.
سربېره پر دې د وزارت ۲۰۰ کارکوونکي د مسلکي او تخصصي زدهکړو په موخه چین، متحده عربي اماراتو، هندوستان او نورو هېوادونو ته استول شوي.
د دې تر څنګ د ۱۶۲ مسافر وړونکو او ۲۱۶ بار وړونکو ترانسپورټي شرکتونه د ثبت خبر هم ورکړل شوی دی.
د مسولینو په خبره، د ښاري ترانسپورټ تنظیم او د نویو ترمینلو او تمځایونو جوړولو لپاره یې د کابل په ۲۱ ځایونو کې اړینې ځمکې هم تثبیت کړې دي.
دغهراز تېر کال د ۵۵ پلان شویو پروژو له جملې څخه د ۳۴ پروژو د تطبیق چارې وروستیو پړاوونو ته رسېدلې، چې له لارې یې شاوخوا ۴ زره کسانو ته په مستقیم او غيرې مستقيم ډول کاري فرصتونه برابر شوي دي.
د مسولینو په وینا، د هوايي او ځمکنيو ترانسپورټي شبکو د پراختيا لپاره د معياري ترمينلونو او اړينو تاسيساتو د جوړېدو په موخه شاوخوا ۲۳ زره جريبه ځمکه ځانګړې شوې ده.
د عامه او خصوصي مشاركت له لارې د ترانسپورټي پروژو د پراختيا هڅې روانې دي، چې تر دې دمه د ۲۰ پروژو د تطبیق لپاره پانګونه جلب شوې او ځينې قراردادونه هم لاسليک شوي دي.
د ۳۰ زره حاجيانو د لېږد اسانتیا، د څه باندې ۱۴ زره داخلي او خارجي الوتنو تنظیمول او د کابل، کندهار، هرات او بلخ د هوايي ډګرونو د ځینو برخو تجهيز د وزارت له نورو لاسته راوړنو څخه دي.
همدارنګه شاوخوا ۵۴۰ زره راستنېدونکي خپلو اصلي سيمو ته انتقال شوي او د راستنېدونکو لپاره لا هم دغه بهير دوام لري.
د کابل هوايي ډګر د ترمینل پراختیا، د ساختماني پروژو تطبيق، د هوايي او ځمکني ترانسپورټ د برخو تجهيز او معياري کول او د رسمي ترانسپورټي وسايطو کارولو ته وده ورکول د روان کال له مهمو لومړيتوبونو څخه یاد شوي دي.

