پخواني امریکايي عسکر، چې په غزه کې یې د امریکا او اسرائیلو په ملاتړ د غزې د بدنامه بشري بنسټ (جي اچ اف) لپاره کار کاوه، له بي بي سي سره په خبرو کې ویلي، چې په غزه کې د جنګي جرمونو شاهد وم.
انتوني اګیلار ویلي، بې له شکه د داسې جنګي جرمونو شاهد وم، چې د بشري مرستو په هڅه کې ملکي وګړي په نښه کېدل.
نوموړي زیاته کړې، چې اسرائیلي عسکرو او امریکايي قراردادیانو د مرستو د وېش په مرکزونو کې د فلسطینیانو پر ګڼه ګوڼه د سپکو او درنو وسلو ډزې کولې.
یاد امریکايي عسکر منلې، چې پخپل ټول مسلکي او نظامي ژوند کې یې د غزې په څېر د ملکي وګړو پر وړاندې وحشت، ظلم او غیرې ضروري ځواک کارول نه دي لیدلي.

