په افغانستان کې د اروپايي ټولنې شارژدافيرې ورونیکا بوسکوویچ پوهر او د يونسکو سازمان استازو له ملي موزيم او هنرستان رياست څخه لیدنه کړې ده.
د دې لیدنې پر مهال د یادې ټولنې شارژدافیرې د تاریخي اثارو د ساتنې او قاچاق مخنیوي په برخو کې د اسلامي امارت هڅې ستایلې او فرهنګي ميراثونه یې د ملتونو د يووالي نښه بللې ده.
د ملي موزيم ریيس مولوي صبغت الله عابد موزيمونه د ملتونو ګډه سرمایه بللې او په دې برخه کې یې د نړیوالو بنسټونو په همکاري ټینګار کړی دی.
نوموړي ویلي، چې د ملي موزيم ټول اثار د يوه منظم میکانېزم په اساس ډيټابیس شوي او په جدي ډول د افغانستان د تاريخي اثارو د قاچاق مخنيوی کېږي.

