ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

چین د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي

د افغانستان لپاره د چین ځانګړي استازي یوی شیاویونګ د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل.

بهرنیو چارو وزارت وايي، چې دې کتنه کې دواړو لوریو د سیاسي اړیکو، اقتصادي همکاریو او متقابلو ګټو پر بنسټ د دوه اړخیزو اړیکو پر لا پراختیا خبرې کړې دي.

مولوي امیرخان متقي په اقتصادي برخه کې روان پرمختګونه د روښانه راتلونکي لپاره ښه پیل بللی دی.

ښاغلي یوی شیایونګ ژمنه کړې، چې هېواد یې د ښه ګاونډیتوب د اصل له مخې په سیاسي او اقتصادي ډګر کې د افغانستان ملاتړ ته دوام ورکوي.