د اسلامي امارت مرستیال ویاند ملا حمدالله فطرت د یوناما هغه راپور رد کړی، چې ګواکې ځینې راستنېدونکي افغانان په هېواد کې ګواښل او ځورول کېږي.
ښاغلی فطرت ویلي، ټول راستنېدونکي د اسلامي امارت د بښنې له فرمان څخه برخمن دي او په خبره یې، یوناما ته نه ښایي د پروپاګند په خپرولو سره د خلکو په منځ کې اندېښنې راپورته کړي.
نوموړي زیاته کړې؛ هېڅوک هم له سیاسي لحاظه له راستنېدونکو هېوادوالو سره دښمني، تضاد او انتقامي چلند نه کوي او که داسې څه پېښ شي حکومت یې پوښتنه او مخنیوی کوي او عاملین جزا ویني.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند خلکو ته ډاډ ورکړی، چې په دې اړه هېڅ اندېښنه ونه کړي او په ډاډ سره خپل هېواد ته راستانه شي.

