ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ اداري کمېسيون غونډه وکړه

د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا د اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي په مشرۍ اداري کمېسيون غونډه وکړه.

په دې غونډه کې لومړی د ټاکل شويو کمېټو ورسپارل شوې کړنې او فعالیتونه وارزول شول.

وروسته د عامې روغتیا او اطلاعاتو او کلتور وزارتونو اړوند موضوعات په هر اړخيز ډول وارزول شول او په اړه يې اړین تصميمونه ونيول شول.

په پای کې له اجنډا سره سم د نورو موضوعاتو د لا زيات تدقيق په موخه جلا کمېټو ته دنده وسپارل شوه.