ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اقتصادي معاونیت د یو شمېر صنعت‌کارانو او سوداګرو د ستونزو د حل ډاډ ورکړی

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت او مالیې وزارت مسولینو پرون پنج‌شنبه د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په دویمه نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې د هېواد د ملي سوداګرو او صنعت‌کارانو له شاوخوا ۱۵۰ استازو سره وکتل.

د دې لیدنې پر مهال د هېواد ملي سوداګرو او صنعت‌کارانو د برېښنا کمښت، په صنعتي پارکونو کې د ځمکو د توزیع، د صنعتي زېربناوو د جوړېدو، د صادراتو په بهیر کې د اسانتیاوو د رامنځته کېدو، د فوموګېشن او ترانزیټي ستونزو د حل، د هوايي دهلیزونو د رامنځته کېدو، پر کرنیزو محصولاتو او معدني توکو د تعرفو راکمولو، د ترانسپورټي کرایو ټیټولو، د ګمرکي ستونزو حل، د تخلیې او بارګیرۍ پروسې چټکتیا، د سړو خونو جوړولو، د جوازونو تمدید، د تجارتي ویزو ورکړې، د لویو ترانسپورټي او ترانزیټي لارو جوړېدو، د افغاني توکو لپاره د بهرنیو بازارونو د پيدا کېدو او په یو شمېر نورو برخو کې خپلې ستونزې شریکې کړې دي.

د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت او د مالیې وزارت مسولینو د هېواد ملي سوداګرو او صنعت‌کارانو ته ډاډ ورکړی، چې د یوشمېر شریکو شویو ستونزو د حل لپاره اړوند وزارتونو او ادارو جدي ګامونه اخیستي او ډېر ژر به حل شي.

هغوی ټینګار کړی، چې په پاتې برخو کې به هم په جدي ډول له اړوند وزارتونو او ادارو سره کار وکړي او حل لارې به یې له اقتصادي کمېسیون او د اسلامي امارت د مشرتابه له عالي مقام سره شریکې کړي.