ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

کاپيسا کې ۱۵ کلنه او فاریاب کې ۳۰ کلنه اوږده شخړه پای ته ورسېده

سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو وزارت وایي، چې د کاپيسا ولايت په تګاب ولسوالۍ کې د دوو کورنيو ترمنځ د شاوخوا ۱۵ کلونو

اوږدمهاله دښمني، چې دواړو لوريو ته يې ګڼې ستونزې اړولې وې، حل او طرفينو سوله ييز ژوند ته مخه کړه.

د یادې شخړې له امله دوه تنه وژل شوي او څو تنه ټپيان شوي وو، چې د ياد ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو امريت مسوولينو د ځايي قومي مشرانو، ديني عالمانو او اسلامي امارت منسوبينو په منځګړيتوب د يوې شرعي پرېکړې په کولو سره يو له بل سره پخلا او او د ورورولۍ غاړې ورکړې.

ښکېلو اړخونو د مسوولينو له لوري ترسره شوې هڅې وستایلې او ژمنه یې وکړه چې، چې په راتلونکي کې به دا ډول دښمنيو ته زړه ښه نه کړي بلکې له پوره زغم او حوصلې څخه به کار اخلي.

همدارنګه د فاریاب ولایت په سبزپوش ولسوالۍ کې د سیمه‌ییزو مسولینو، علماوو او قومي مشرانو په منځګړیتوب د دوو قومونو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمني هم پای ته ورسېده.

د یاد ولایت د امربالمعروف ریاست مسولینو د دې مطلب په خپرولو سره د خلکو ترمنځ د دښمنیو او شخړو حل، د ورورولۍ ټینګښت او د سولې پیاوړتیا برخو کې د خپلو دومدارو هڅو ډاډ ورکړی دی.