د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر مولوي عبدالکبیر د پکتیکا د زیړوک ولسوالۍ له یو شمېر علمای کرامو او قومي مخورو سره لیدنه وکړه.
په دې لیدنه کې چې د زیړوک څو تنو مجاهدینو او مسوولینو هم حضور درلود، په یاده سیمه کې د ولسونو اقتصادي حالت ته په اشارې سره یادونه وشوه، چې خلک د حکومت له لوري د یو شمېر ټولګټو چارو د پیل او د ځینو شته ستونزو د حل غوښتنه لري.
قومي مخورو او علمای کرامو د وړاندېزونو شریکولو پر مهال وویل، چې اسلامي امارت دې د زیړوک ولسوالۍ د سړکونو رغولو او همدرانګه په یاده ولسوالۍ کې د پلان شویو کوچنیو بندونو چارې پیل کړي.
دغه راز دوی ښاغلي وزیر ته وړاندیز وکړ، چې اسلامي امارت دې د بېوزلو لاس نیوي ته ځانکړی پام وکړي.
مولوي عبدالکبیر له زیړوک څخه مشرانو او علماوو ته د ښه راغلاست پر مهال د اسلامي نظام په بریا کې د ولسونو هڅې د ویاړ وړ وبللې او ویې ویل، چې اسلامي امارت ولس ته د خدمت مسوولیت لري او له تبعض پرته د هر وګړي غږ اورېدل کېږي.
نوموړي زیاته کړه، چې له اړوندو ادارو سره به په همغږۍ د زیړوک د ولس وړاندېزونو ته د رسېدنې لپاره هڅه وشي او څرګنده یې کړه، چې اسلامي نظام د افغان ولس هرې غوښتنې ته پام لري.
د ناستې په پای کې مولوي عبدالکبیر مشرانو ته ډاډ ورکړ، چې د یادو شویو ستونزو حل ته به لومړیتوب ورکړي.

