د کورنیو چارو وزارت وایي، د پروان ولایت د اسلامي پولیسو له روزنیز مرکز څخه د ۱۲مې دورې په ترڅ کې ۳۵۵ تنه پولیس د عقیدتي، مسلکي او تخنیکي زده کړو تر بشپړولو وروسته فارغ شول.
یاد وزارت زیاتوي، چې دغه منسوبین د پروان، کاپیسا او پنجشیر ولایتونو له بېلابېلو قطعاتو څخه یاد مرکز ته د مسلکي ظرفیت لوړونې په موخه ورپېژندل شوي وو.
د فراغت په مراسمو کې چې د یادو ولایتونو مسولینو پکې ګډون کړی و، د پروان امنیه قومندان قاري محمد جاوید ضیاءالرحمن ټینګار وکړ چې د وسلې زده کړه او سمه کارونه د اسلامي نظام په چوکاټ کې یو مهم مسوولیت دی او اسلامي امارت د امنیتي ځواکونو د مسلکيتوب او پیاوړتیا لپاره جدي هڅې کوي.
د فارغو شویو منسوبینو له ډلې ۸۲ تنه د پروان، ۱۷۵ تنه د کاپیسا او ۹۸ تنه د پنجشیر ولایتونو منسوبین دي.
د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې تر اوسه شاوخوا اته زره تنه پولیس له یاد مرکز څخه له مسلکي او عقیدتي زده کړو فارغ شوي دي، چې دا چاره د پولیسو د ظرفیت لوړولو په برخه کې یو مهم ګام بلل کېږي.
همدارنګه د هرات د لوېدیځ زون د پوليسو له روزنيز مرکز څخه هم ۴۱۵ تنه ساتوونکي د مسلکي او عقيده تي زده کړو وروسته فارغ شول.
غونډې کې د زون په کچه د اسلامي امارت مشران، دیني عالمان او یو شمیر نورو منسوبينو ګډون کړی و.
وینا والو فارغو شويو ساتونکو ته مبارکي وویله او له دوی ېې وغوښتل چې خپلې دندې په ښه توګه تر سره کړي او د شهيدانو ارمانونه له پامه ونه غورځوي.

