د رییسالوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي د ۱۴۰۴ کال د عمومي کانکور او دیني مدارسو د ازموینو د مخکښو زدهکوونکو د ستاینې په مراسمو کې ګډون وکړ.
مولوي عبدالسلام حنفي ویلي، د خوښۍ ځای دی چې د کورنیو، ښوونکو او مسوولینو زحمتونو رنګ راوړ او لس تنه زده کوونکي په خپلو هڅو وتوانېدل، چې په کانکور ازموینو کې لوړې نومرې واخلي.
نوموړي د کانکور ازموینې مخکښو او نورو زده کوونکو ته د زدهکړې راتلونکو پړاوونو کې د بریالیتوب هیله څرګنده کړې او زیاته کړې یې ده، د افغانستان راتلونکی تاسو پورې اړه لري او هڅه وکړئ چې افغان ملت ته د خدمت مصدر شئ او د خپل هېواد په ابادۍ کې برخه واخلئ.
ښاغلي حنفي ویلي، نور باید موږ له بهرنیانو څخه د هېواد د ابادۍ هیله ونه لرو، دوی په تېر کې تجربه شوي، چې له وراني او ګډوډۍ پرته یې بله پایله نه درلوده.
نوموړي زیاته کړې، تاسو د مسلمانو او متدینو ځوانانو په توګه په لومړي ګام کې هڅه وکړئ، چې په خپلو دیني او عقیدتي اصولو مسلط شئ او له دې سره کولای شئ په ورځنیو علومو کې تخصص ترلاسه کړئ او د ژمنو او وطندوسته وګړو په توګه هېواد او خلکو ته خدمت وکړئ.
مولوي عبدالسلام حنفي همداراز څرګنده کړې، نن افغانستان په بېلابېلو برخو کې متخصصو او پوهو کسانو ته اړتیا لري او ځوانان باید کوښښ وکړي چې د علم او پوهې په ترلاسه کولو سره په بېلابېلو برخو کې تخصص وکړي او د هېواد او خلکو اړتیاوې پوره کړي.
د رییسالوزرا اداري مرستیال زیاته کړې، اسلامي امارت د یوه مسول نظام په توګه هڅه کوي، چې د هېواد ځوانانو ته په بېلابېلو برخو کې د ښوونې او زدهکړې زمینه برابره کړي.
همدارنګه نوموړي په پای کې د دوی کورنیو، ښوونکو، اړوندو مسوولینو او افغان ملت ته د دوی د لوړو نومرو د ترلاسه کولو مبارکي ویلې ده.

