د افغانستان اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د روسیې فدراسیون د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره ټیلیفوني خبرې وکړې.
په دې مکالمه کې د افغانستان اسلامي امارت له رسمیت پېژندنې وروسته د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي اړیکو پر پیاوړتیا، اقتصادي همکاریو پر پراختیا او سیمهییزو موضوعاتو خبرې شوې دي.
د هېواد د بهرنیو چارو وزیر د روسیې فدراسیون له اړخه د افغانستان د اسلامي امارت د رسمیت پېژندنې له پرېکړې د مننې تر څنګ دا اقدام د دواړو هېوادونو تر منځ د اړیکو په مسیر کې یو مهم تحول بللی دی.
نوموړي ویلي، چې د رسمیت له اعلان سره نه یوازې د دواړو هېوادونو تر منځ د سیاسي او اقتصادي همکاریو دروازې پرانیستل شوې، بلکې په نړیواله ټولنه کې د افغانستان د ادغام په برخه کې یو بېسارې ګام اخیستل شوی دی.
مولوي امیرخان متقي د نشهیي توکو پر ضد د مبارزې، سیمهییزو پروژو او ترانسپورټي دهلیزونو په برخه کې د همکاریو پر اهمیت ټینګار کړی دی.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر ویلي، د افغانستان اسلامي امارت رسمیت پېژندنه په سیاسي، اقتصادي او نړیوالو همکاریو کې د دواړو هېوادونو تر منځ بېمخینې فرصتونه رامنځته کړي دي، چې په نږدې راتلونکي کې به یې د عملي نتایجو شاهدان واوسو.
ښاغلي لاوروف همداراز د نشهیي توکو د قاچاق په مخنیوي او د امنیت په ټینګښت کې د اسلامي امارت د هڅو ځانګړې ستاینه کړې ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې له افغان حکومت سره د تعامل پراخولو لپاره سیمهییز میکانیزمونه کلیدي ارزښت لري او په همدې تړاو یې د لا ډېرو بحثونو لپاره د مسکو فارمټ په راتلونکې غونډه کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر ته د ګډون رسمي بلنه ورکړې ده.

