د ریاستالوزرا د اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د اقتصادي کمېسیون نوبتي غونډه نن د روان ۱۴۰۴ لمریز کال د اسد میاشتې په لومړۍ نېټه په مرمرینه ماڼۍ کې وشوه.
دې غونډې ته له اجنډا سره سم د فراه ولایت د ابونصر فراهي بندر د تاسیساتو جوړولو او د موټرونو د تخلیې او بارګیرۍ لپاره د ځمکې د لېږد او د دې بندر د پراختیا موضوع وړاندې شوه.
له بحث وروسته پرېکړه وشوه، چې په ابونصر فراهي بندر کې دې د تخلیې او بارګیرۍ او اړوند ادارو لپاره څلور زره جریبه ځمکه ځانګړې شي. د کور او ښار جوړولو وزارت دې د دغه بندر د پراختیا نقشه او ډیزاین چمتو او پر ټاکلې نېټه دې اړوندو ادارو ته د تطبیق په موخه وسپاري.
همدارنګه مالیې وزارت ته لارښوونه وشوه، چې د یاد بندر د پراختیا پروژه د راتلونکي مالي کال په بودیجه کې د اړوند وزارتونو له سهم څخه په پام کې ونیسي.
همدارنګه په دې غونډه کې د خصوصي سکټور له لوري د غزني ولایت په مرکز کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت پر ځمکه د سړې خونې او جوسو کارخونې جوړولو پر طرحه هم بحث وشو. له هر اړخیز بحث وروسته یاده طرحه تایید شوه.
د دې طرحې له مخې په ۳۵ جریبه ځمکه د ۵ زره ټنه په ظرفیت سړه خونه او همدا راز د جوسو کارخونه جوړېږي، چې ۱۴۰ میلیونه افغانۍ پانګونه پرې کېږي.
یاد تصامیم د منظورۍ په موخه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظهالله دفتر ته واستول شول.

