افغانستان او پاکستان د دوه ورځنیو هر اړخیزو بحثونو وروسته د زراعتي محصولاتو د ترجیحي تعرفو پر کمښت هوکړه وکړه.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال مولوي احمدالله زاهد د افغانستان د سفیر مولوي سردار احمد شکیب او افغان پلاوي په ملتیا په اسلام اباد کې د پاکستان د سوداګرۍ وزارت له مرستیال جواد پاول او مل ټیم سره دوه ورځنۍ رسمي ناسته وکړه.
په پایله کې دواړو لوریو هوکړه وکړه، چې د افغانستان څلور کرنیز محصولات (انګور، مڼې، انار او رومي) به له ترجیحي تعرفې سره پاکستان ته صادرېږي او په مقابل کې به د پاکستان څلور محصولات (کیلې، ام، کچالو او کینو) له ترجیحي تعرفې سره افغانستان ته واردېږي.
یاده هوکړه به د یوه کال لپاره عملي کېږي او د اړینو ارزونو له مخې د دواړو هېوادونو په مشوره تمدیدېدای او نور اقلام هم ور اضافه کیدای شي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، چې دواړو خواوو د ترانزیټ، تخنیکي ټیمونو جوړولو او سوداګرۍ پراختیا په برخه کې هم مثبتې هوکړې کړې دي.

