د بهرنیو چارو وزارت مسولینو د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې خپلې کړنې او لاسته راوړنې له رسنیو سره شریکې کړې.
د یاد وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي د خپلو یو کلنو لاستهراوړنو د تشریح په پروګرام کې د روسیې له لوري د افغانستان اسلامي امارت په رسیمت پېژندل یو مهم پرمختګ بللی دی.
نوموړي ویلي، چې د روسیې له دې ګام سره د اسلامي امارت بهرنۍ اړیکې د تفاهم او ډیپلوماټانو د استولو له بهیر څخه د رسمیت پېژندنې کچې ته لوړې شوې دي.
ښاغلي متقي زیاته کړې، چې له چین، متحده عربي اماراتو او اوزبیکستان څخه وروسته تېر کال په روسیه، پاکستان او ترکیه کې هم د اسلامي امارت ډیپلوماټیک حضور د سفیر کچې ته لوړ شوی دی.
دغهراز قزاقستان هم د اسلامي امارت سفیر د منلو پر سر هوکړه کړې، چې په نږدې راتلونکي کې به معرفي شي.
سربېره پر دې سږ کال څلورو نورو هېوادونو (جرمني، ناروې، هند او اندونیزیا) ته هم ډیپلوماټان استول شوي دي.
د بهرنیو چارو د وزیر په خبره، اسلامي امارت له امریکا سره په اړیکه کې دی او په مستقیم ډول یې دوه اړخیزه ناستې کړې دي.
ښاغلي متقي ټینګار کړی، چې د افغانستان حکومت د متوازن سیاست په رڼا کې د امریکا په ګډون له ټولو هېوادونو سره د مثبتو اړیکو غوښتونکی دی.
د بهرنیو چارو وزارت د قونسلي چارو رییس دوکتور محمد شعیب بریالي ویلي، چې دې وزارت تېر کال په ۱۷۶ هېوادونو کې نږدې ۲۵۰ زره بهرنیو وګړو ته ویزې صادرې کړې دي.
د نوموړي په وینا، په ۱۴۴۶ سپوږمیز کال کې د صادرو شویو ویزو شمېر د تېر کال په پرتله ۶۰ سلنه زیاتوالی ښیي.
د دې تر څنګ مسولینو ویلي، چې بهرنیو چارو وزارت په تېر یوه کال کې د امارتي پلاوو له ١٠٠ زیات سفرونه همغږي او تسهیل کړي دي.
د مسولینو په خبره، تېر کال د ځینو هېوادونو له لوري د «طالبانو اسلامي تحریک» نوم، چې پخوا د افغانستان اسلامي امارت لپاره کارېده، د ممنوعه ډلو له لېستونو او د اسلامي امارت د ځینو مشرانو نومونه د امریکا د جایزې له لېستونو څخه ایستل شوي دي.
دغهراز کابل هم تېر کال د روسیې، بېلاروس، امریکا، قزاقستان، ترکمنستان، اوزبیکستان، پاکستان، ایران، قطر، سعودي عربستان، مالیزیا، اندونیزیا او د ملګرو ملتونو او نړیوالو سازمانونو د لوړ پوړو پلاوو کوربه و.
د بهرنیو چارو وزارت مسولینو د خپلو یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، د اقتصاد محوره بهرني سیاست پر مټ وتوانېدو، چې د اړوند امارتي ارګانونو په مرسته د افغان-ټرانس رېل پټلۍ سترې سیمهییزې پروژې د شونتیا څېړنې هوکړه لاسلیک کړو. د ټاپي سترې سیمهییزې پروژې عملي چارې پيل او دسیمهییز اتصال اونورو پروژو لکه: کاسا۱۰۰۰، لاجوردو لارې په برخو کې د پام وړپرمختګونه ولرو.
همدارنګه د بهرنیو چارو وزارت د ډیپلوماسۍ انسټيټیوټ په چوکاټ کې د دې وزارت او لسګونو امارتي ارګانونو کارکوونکو ته د ظرفیت لوړونې په برخه کې روزنه ورکړل شوې ده.
مسولینو په اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو ته زیری ورکړی، چي په نږدې راتلونکي کې به د المان هېواد په بن ښار کې د پاسپورټ چاپ حوزه له څلور کلن ځنډ وروسته بېرته فعاله شي. د يادو خدمتونو له بيا پيل سره به په اروپایي هېوادونو کې د پاسپورټ له اړخه د افغان وګړو ستونزو ته فعاله رسېدنه وشي.
بهرنیو چارو وزارت د افغانستان اسلامي امارت د سیاسي او قونسلي استازولیو له لارې د کابو ۲۰۰ زره افغان وګړو لپاره د پاسپورټ خدمتونه وړاندې کړي دي.
دغهراز په بهر کې د افغان وګړو ستونزو ته د رسېدنې په پار اوسمهال په ۲۹ سیاسي او قونسلي استازولیو کې د پاسپورټ د صدور بهیر روان دی، حال دا چې تېر کال یاد خدمتونه یوازې په ۱۷ استازولیو کې فعال وو.
سربېره پر دې د قونسلي چارو ریاست د ۷۹ ډوله مصدقه سندونو تصدیق خدمتونه وړاندې کوي، حال دا چې یاد شمېر پخوا یوازې ۴۹ ډوله سندونه وو. د مصدقه سندونو په لېست کې زیاتوالی د دې لامل شوی، چې د افغان وګړو غوښتنو ته ښه رسېدنه وشي.
د صادراتو د پراختیا، د پانګې جذب او ارزانه مارکېټونو ته د لاسرسي په موخه له بېلابېلو هېوادونو سره سوداګریزې هوکړې، معافیتونه او تعرفوي اسانتیاوې رامنځته شوې، چې د افغاني صادراتو زیاتوالي او مثبت سوداګریز بیلانس ته یې زمینه برابره کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت د اقتصادي اړيکو رياست د اسیایي پراختیایي بانک، اسلامي پراختیایي بانک او نورو سازمانونو سره د اړیکو له لارې توانېدلی، چې د ځنډېدلو پروژو د بیا پیل، د خصوصي سکټور د ملاتړ او د فقر د له منځه وړلو او اقتصادي ودې په برخه کې د همکاریو زمینه برابره کړي.

