ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د برېښنا شرکت رهبرۍ د ازبکستان هېواد د برېښنایی تجهیزاتو له یو شمېر تولیدي شرکتونو څخه لیدنه کړې

د افغانستان برېښنا شرکت د عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار، په مشرۍ پلاوي ازبکستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د دغه هېواد د برېښنايي تجهیزاتو له یو شمېر مخکښو تولیدي شرکتونو او صنعتي مرکزونو څخه لیدنه وکړه.

د ازبکستان د برېښنايي تجهیزاتو جوړولو شرکتونو مسولینو ویلي، یاده فابریکه د لوړ او منځني ولتاژ کیبلونه، سویچګیرونه او نور له نړیوالو معیارونو سره سم تولیدوي او خپلو محصولاتو ته پراخ بازارونه هم لري. 

همدارنګه پلاوي د تاشکند د هوښیار برېښنايي سیستم (Smart Grid) او د برېښنا د څارنې او کنټرول له دولتي مرکز څخه هم لیدنه وکړه.