د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وايي، چې د پاکستان له بندخونو ۸۸۰ افغان کډوال ازاد او هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت زیاته کړې، چې له دې جملې څخه، ۷۱۳ تنه د تورخم له لارې او ۱۶۷ تنه نور د کندهار ولایت د سپین بولدک له لارې هېواد ته راغلي دي.
د یادونې وړ ده، چې یاد کسان تر ثبت او مرستو ترلاسه کولو وروسته خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي دي.

