د عامې روغتیا وزیر، مولوي نور جلال جلالي کندهار ته د سفر په ترڅ کې د دې ولایت د دامان ولسوالۍ د عمومي روغتون د بنسټ ډېره کېښوده.
مولوي نورجلال جلالي په همدې تړاو جوړو شویو مراسمو کې ویلي، عامې روغتیا وزارت هڅه کوي چې د هېواد په ټولو سیمو، په ځانګړي ډول لرو پرتو ولسوالیو کې د معیاري روغتیايي خدمتونو زمینه برابره او د خلکو اساسي روغتیايي اړتیاوو ته رسېدنه وکړي.
د یادونې وړ ده، چې دغه روغتون د ۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د ۱۸ میاشتو په موده کې جوړېږي.

