بلومبرګ په یوه راپور کې ویلي، چې په ورستیو درېیو میاشتو کې افغانۍ په نړیواله درجهبندۍ کې لومړی مقام خپل کړی.
د بلومبرګ د څېړنو پر اساس؛ په تېرو درېیو میاشتو کې د افغانۍ نهه سلنه لوړېدل له ارزي اړخه له نورو هېوادونو د افغانستان د مخکېوالي لامل شوي دي.
په یاد راپور کې راغلي، چې د افغانستان د سوداګرۍ پراخوالی، نړیواله سوداګري او د اسلامي امارت له لوري ارزي کنټرول افغانۍ ته لا نور ثبات هم ورکړی دی.
اسلامي امارت په تېرو دوو کلونو کې د افغانۍ د ثبات لپاره بېساري هڅې کړې دي.
په هېواد کې یې د بهرنیو اسعارو پر ځای په افغانیو راکړه ورکړه معمول کړې او په جدي ډول یې د ډالرو د قاچاق مخه نیولې ده.
افغانۍ په روان کال کې ۱۴ سلنه رشد کړی او د کولمبیا او سریلانکا له پولي اسعارو وروسته یې د نړۍ په کچه درېیم مقام خپل کړی دی.
د یادولو وړ ده، چې نن په شهزاده سرای کې یو ډالر په ۷۸.۱۸ افغانۍ پلورل کېږي او ۲۶۳ افغانۍ بیا ۱۰۰۰ پاکستانۍ کلدارې کېږي.

