ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

اسلام اباد کې د یوې چاودنې له امله لږترلږه ۱۲تنه وژل شوي

پاکستاني رسنیو خبر ورکړی، چې د پاکستان په پلازمېنه  اسلام اباد کې د یوې محکمې مخې ته د چاودنې له امله لږترلږه ۱۲ کسان وژل شوي او ۲۱ نور ټپيان  شوي دي.

پاکستاني رسنیو د پولیسو له قوله ویلي، چاودېدونکي توکي په یو موټر کې ځای پر ځای شوي و.

د چارواکو په وینا، ډېری ټپیان د درملنې په موخه روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه د دې پېښې مسولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخېستی.