ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د هوایي ځواک تخنيکي انجنیرانو له لوري درې چورلکې ترمیم او پروازونو ته چمتو شوې

ملي دفاع وزارت وايي، د دغه وزارت اړوند د هوایي ځواک تخنیکي او مسلکي انجنیرانو له لوري درې چورلکې(دوه Mi-17 او یوه MD-530  )ترمیم او په بریالیتوب سره پرواز ته چمتو شوې دي.

یاد وزارت زیاته کړې، یادې چورلکې چې د تېرې ادارې پر مهال ویجاړې شوې وې، د دویم ځل ترمیم وروسته بېرته فعاله شوې.

د وزارت په وینا، چې په دغو چورلکو کې یوه  Mi-17 نوې چورلکه هم شامله ده، چې پخوا ټکر شوې وه، خو اوس د دویم ځل ترمیم وروسته پرواز ته چمتو شوې ده.