د بهرنیو چارو وزارت مرستیال دوکتور محمدنعیم د کډوالۍ نړیوال سازمان د عمومي مشرې د دفتر له ريیس محمد عبديکر سره وکتل.
په دې کتنه کې د افغان کډوالو په جبري ایستلو، بېځایه شویو کورنیو او د بشردوستانه همکاریو پر پراختیا خبرې شوې دي.
د بهرنيو چارو وزارت مرستیال کډوالي د بشري حقونو جدي مسئله بللې او ټینګار یې کړی، چې افغان کډوالو ته دې د عزتمندانه راستنېدنې مناسب شرایط برابر شي.
ښاغلي عبديکر د اسلامي امارت مهمې لاسته راوړنې، لکه: سراسري امنيت ټينګول، د نشهيي توکو پر ضد بریالۍ مبارزه، پر اقتصادي زيربناوو کار کول او په ځانګړي ډول له راستنو شويو کډوالو سره د اسلامي امارت مسوولانه او بریالی چلن او هر اړخيزه همکاري ستایلې ده.
نوموړي له راستنېدونکو کډوالو سره مرستې ګډ بشري مسوليت بللی دی.
په پای کې دواړو لوریو د ګډو همکاریو پر دوام او پراختیا ټینګار کړی دی.

