د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر ښاغلی فیلیپو ګراندي نن سهار کابل ته راورسېد او د یاد وزارت له مالي او اداري مرستیال شیخ کلیم الله فاني سره یې لیدنه وکړه.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت مالي او اداري مرستیال شیخ کلیمالرحمن فاني د ښه راغلاست پرمهال د ښاغلي ګراندي راتګ د ستاینې وړ وباله او ویې ویل، چې د کډوالو ستونزو ته رسېدنه د ټولو ګډ مسوولیت دی.
نوموړي زیاته کړه، راستانه شوي کډوال د بیړنیو مرستو سربیره د سرپنا، ښوونې او روغتیا برخو کې خدماتو ته اړتیا لري او هیله
یې څرګنده کړه چې د نوموړي سفر به د بېرته راستنېدونکو کډوالو په پایداره ادغام او د هغوی لپاره د مرستو په جلبولو کې مثبت رول ولوبوي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنر فیلیپو ګراندي وویل، د سفر موخه یې د افغانستان اسلامي امارت له چارواکو او خلکو سره لیدنې دي، څو د بېرته راستنېدونکو کډوالو وضعیت ته رسېدنه وشي او ګډې حللارې ورته ولټول شي.
نوموړي له ګاونډیو هېوادونو په ډله ییز ډول د کډوالو را ایستل یوه ننګونه وبلله او زیاته یې کړه، چې که څه هم نړیواله ټولنه له مالي بحران سره مخ ده، خو UNHCR به خپلو هڅو او مرستو ته د پخوا په څېر دوام ورکړي.
ټاکل شوې، چې ښاغلی ګراندي به په کابل کې د لیدنو ترڅنګ هرات ولایت ته هم سفر وکړي او هلته به د راستنېدونکو کورنیو وضعیت له نږدې وارزوي.

