په مشهد کې د افغانستان جنرال قونسل مفتي نور محمد متوکل د ایران د بهرنیو چارو وزارت د شمال او ختیځې استازولۍ له مشر احمد معصومي فر سره وکتل.
په یاده کتنه کې دواړو لوریو د ستنېدونکو کډوالو د ستونزو حل، د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پراختیا، او ایران ته د هرات د والي د سفر په اړه خبرې وکړې.
ښاغلي معصومي فر افغانستان ته د کډوالو د باعزته ستنېدو لپاره د همغږۍ او ګډو هڅو غوښتنه وکړه او د افغانستان جنرال قونسل ترې وغوښتل، چې د یاد بهیر پر مهال دې د شته ستونزو په حل کې همکاري وکړي.

