ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

مولوي ذبیح الله  مجاهد: رسنیو سره پر وخت  کره  معلومات شریک کړئ

 د کندهار اطلاعاتو او کلتور رياست کې د دولتي ادارو له ویاندویانو سره مشورتي او د همغږۍ غونډه ترسره شوې، چې په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد  سربیره د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي انعام الله سمنګاني او د دولتي ادارو ویاندویانو ګډون کړی و.

 په دې غونډه کې  مولوي ذبیح‌ الله مجاهد ویندویانو ته د معلوماتو د ورکړې تر څنګ ټینګار کړی، چې رسنیو ته پر وخت او کره معلومات ورکړئ او د رسنیو سره ښه همغږي ولرئ.

د کندهار اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي انعام الله سمنګاني د ویاندويانو پر مسلکي چلند او رسنیو ته د کره معلوماتو په ورکولو یې ټينګار کړی.

د یادې غونډې په پای کې د افغانستان اسلامي امارت ویاند د دولتي ادارو ویاندویانو ته د چارو د لا ښه والي په موخه هر اړخیزې سپارښتنې کړې.