ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د اقتصاد وزیر له راستنو شویو سره د غیرې امارتي بنسټونو د لا ډېرو مرستو غوښتنه کړې ده

د اقتصاد وزیر او له کډوالو سره د مرستو د جلب او جذب کمېټې رییس قاري دین محمد حنیف د کورنیو او بهرنیو غیرې امارتي بنسټونو له استازو سره ناسته کړې ده.

په دې غونډه کې د بېرته راستنېدونکو پر ستونزو او هغوی ته د اړینو اسانتیاوو پر چمتو کولو خبرې شوې دي.

د اقتصاد وزیر د یادو بنسټونو همکارۍ ستایلې او د لا ډېرو او تلپاتې مرستو غوښتنه یې کړې ده.

ښاغلي حنیف له ټولو غیرې امارتي بنسټونو غوښتي، چې د راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدو تر څنګ، د اوسېدو په ښارګوټو کې د سرپناه په جوړولو، د اوبو رسولو د سیسټم په رامنځته کولو، د څاه‌ګانو په کیندلو او د ښوونځيو، مدرسو، جوماتونو او کلینیکونو په څېر د ټولګټو پروژو په جوړولو کې فعاله ونډه واخلي.

په ناسته کې د غیرې امارتي بنسټونو مسولینو د کډوالو او بېرته راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدو په موخه د خپلو روانو پروګرامونو او پروژو په تړاو معلومات ورکړي دي.

دوی د اقتصاد وزارت د بیا مېشتېدنې او د مرستو د جلب او جذب له کمېټو سره د بشپړې همکارۍ چمتووالی ښودلی دی.