د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیحالله مجاهد وايي، چې عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی په کندهار کې د قاضايي مسولینو لپاره په جوړ شوي درې ورځني اصلاحي او روزنیز سمینار کې ګډون او وینا وکړه.
په دې سمینار کې د سترې محکمې رییس، د سترې محکمې مرستیالان، د نظامي محکمې نظامي مرستیال، د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزیر، د چارو ادارې لوی رییس، د علومو اکاډمۍ رییس، د دارالافتا لوی رییس، د سترې محکمې د تمیز رییسانو، د تمیز د دیوانونو رییسانو، د نظامي محکمو رییسانو او قاضیانو، د ولایتونو د مرافعې محاکمو رییسانو، د مرافعې د دیوانونو رییسانو، د ښاري محکمو رییسانو، د ښاري محکمو د دیوانونو رییسانو، د ولسوالیو قاضي صاحبانو او د اختصاصي محکمو قاضیانو برخه اخیستي وه.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د سیمینار ګډونوالو ته لازم هدایات او مهمې توصیې کړې. د ټولو مسولینو د خدمتونو ستاینه یې کړې او د سیمینار ګډونوالو ته یې د قضاء حکمت، حکم، اهمیت، شرف او اثبات په اړه د قرآن کریم او سنتو په رڼا کې تفصیلي ویناوې کړې او ویلي یې دي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم پخپله قضاء کوله، د شریعت احکام یې بیانول، فیصلې یې تنفیذ کولې او حدود یې نافذول.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی زیاته کړې، چې قضاء په اسلامي نظام کې مهم رکن دی. په محاکمو سره د خلکو نفس، مال او عزت ساتل کېږي او د عدل د قضاء په نیت یو ساعت کېناستل، الله تعالی جل جلاله د یوه کال د عبادت ثواب ورکوي. په قضاء سره فتنې او فسادونه له منځه ځي، عدالت قایمېږي، د اسلامي نظام بقا په عدالت سره راځي او د محاکمو تقویه د نظام تقویه ده.
دغهراز که قضاء نه وي ظالم به ظلم کوي او د مظلوم غږ به څوک نه اوري او فسادونه، فتنې او بد اخلاقي به د ځمکې پرمخ رواج پیداکړي.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د قاضيانو په اړه ویلي، چې الله تعالی د ځمکې پر سر د خلکو د اخلاقي او عملي اصلاح لپاره قاضیان مقرر کړي دي. قاضي چې په عدل سره قضاء کوي الله پاک ته ډير خوښ دي او په اخیرت کې یې ځای جنت دی. په اسلامي نظام کې قاضي د امام وکیل دی او د امام له خوا ورته منشور او اصول ورکول کیږي. قاضيان په اسلامي نظام کې لوی مسولیت لري، تر څو په عدل سره په قضاء کولو د خلکو اعتماد پر اسلامي نظام ټينګ شي او د خلکو حقوق خوندي شي.
د نوموړي په وینا، دا د الله تعالی احسان دی، چې د اسلامي او شرعي نظام د تطبیق لپاره یې زمینه برابر کړي ده. په اوس زمانه کې دین، اسلام او شریعت راپورته کول زغم، صبر او استقامت غواړي او علماء کرام او قاضي صاحبان دې دین، اسلام، او شریعت په عملي کولو سره خلکو او دنیا ته ښکاره کړي.
د اسلامي امارت زعیم ویلي، چې د جهاد د اهدافو په عملي کولو کې لوی رول د محاکمو دی او محاکم به دین او د اسلام احیا کوي او اسلامي عقیدې، د شریعت تنفیذ او اسلامي اخلاقو ته به رواج ورکوي او ټول نظام د محاکمو تر شا ولاړ دی.
عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د خپلې وینا په پای کې قاضیانو ته په تقوا، تواضع، عاجزي او د خلکو ترمنځ په عدل کولو سره مهمې لارښوونې کړې او زیاته کړې یې ده، چې په قضاء کې یوازې د الله تعالی رضاء مقصود وګرځوئ، په عدل قضاء کولو سره د خلکو د هدایت ذریعه جوړ شئ. قاضي که په عدالت ودرېږي، الله تعالی به یې نصرت وکړي، د خپلو ترسره شویو قضایاوو او تجربو اړوند کتابونه او رسالې ولیکئ او نشر یې کړئ، تر څو راتلونکي قاضي صاحبان ستاسو د تجربو څخه ګټه واخلي او ځوان قاضي صاحبان دې د سپین ږیرو علماوو او قاضي صاحبانو سره ناسته کوي او د هغو له تجربو څخه دي ګټه واخلي.
همدارنګه کوښښ وکړئ په قضاء کې علماء او نوی نسل و روزئ. په قضایي امورو کې یو د بل سره تذکیر او مذاکرې کوئ، د خپلو بندیانو خاص خیال وکړئ، بې سرنوشته بندي په محبس کې مه پریږدئ، د مدعي او مدعي علیه ترمنځ مساوات وکړئ، په فیصله کې د چا مراعت مه کوئ او د ټولو ادارو سره همکاري وکړئ.
وروسته سمینار، نظام او خلکو ته د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی لخوا د دعایې په لوستلو سره پای ته ورسېد.

