ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

ضمیر کابلوف: امریکا باید د افغانستان کنګل شوې شتمني ازاده کړي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف له ‘ټاس’ خبري اژانس سره په مرکه کې له امریکا غوښتي، چې د افغانستان کنګل شوې شتمني دې ازاده کړي.

ښاغلي کابلوف ویلي، امریکا باید د افغانستان شاوخوا ۱۰ میلیارده ډالر کنګل شوې شتمني ازاده کړي او اروپا هم باید ۲.۵ میلیارده ډالر، چې د بشري مرستې په توګه د سویس یوه بانک ته سپارل شوي، بېرته کابل ته ولېږدوي.

دغه راز نوموړي د روسیې د ممنوعه ډلو له لېست څخه د اسلامي امارت د نوم لېرې کول د کابل او مسکو ترمنځ د همکاریو زیاتوالي لپاره ستر اقدام بللی دی.

ضمیر کابلوف زیاته کړې؛ هېواد یې له افغان حکومت سره په بېلابېلو برخو کې امنیتي همغږي زیاته کړې ده.