د چاپېریال ساتنې ملي ادارې لوی رییس مولوي مطیعالحق خالص د سویس د بشري مرستو دفتر له رییس اریک مارکلي او مل پلاوي سره وکتل.
په دې لیدنه کې دواړو لوریو د اقلیمي بدلون، روانو بشري او چاپېریالي پروژو او د راتلونکو همکاریزو پلانونو په اړه هر اړخیز بحث او خبرې کړې دي.
مولوي مطیعالحق خالص د اقلیمي بدلون له امله د افغانستان له بېلابېلو سیمو سره مخامخ خطرونو ته اشاره کړې او د چاپېریال خوندیتوب، طبیعي افتونو د مخنیوي او سازګارۍ د پیاوړتیا په موخه یې د نړیوالو مرستندویه ادارو رول مهم بللی دی.
نوموړي ویلي، چې د اقلیمي بحرانونو پر وړاندې باید هممهاله اقدامات وشي او په دې برخه کې د حکومتي ادارو د هڅو ترڅنګ د نړیوالو شریکانو همکارۍ ته اړتیا ده.
ښاغلي خالص د ظرفیت لوړولو، عامه پوهاوي پروګرامونو او تخنیکي تجهیزاتو د برابرولو په برخه کې د سویس دفتر د همکارۍ او مرستې غوښتنه کړې ده.
د سویس د بشري مرستو دفتر رییس د افغانستان د اقلیمي وضعیت په هکله خپلې اندېښنې څرګندې کړې او د چاپېریال ساتنې ملي ادارې له هڅو یې ستاینه کړې ده.
نوموړي ویلي، هېواد یې چمتو دی چې د اقلیمي بدلون د اغېزو کمولو، د ټولنو ملاتړ او د تلپاتې حللارو موندلو په برخه کې له افغانستان سره همکاري نوره هم پراخه کړي.
په ناسته کې دواړو لوریو د روانو پروژو پر تطبیق، د تخنیکي ظرفیت لوړونې، د طبیعي سرچینو مدیریت او د اقلیمي بدلون د خطرونو ارزونې پر ګډو پلانونو هم خبرې کړې دي.
په پای کې ژمنه شوې، چې د اقلیمي بدلون پر وړاندې د اغېزمنو او تلپاتې اقداماتو لپاره به خپل تخنیکي ټیمونه په دندو ګماري، ترڅو په راتلونکي کې له اړتیا سره سم اقدامات وکړي.

