د افغانستان اسلامي امارت د رياست الوزرا اداري مرستيال مولوي عبدالسلام حنفي او مل پلاوي د چين ولسي جمهوریت د ‘يون نان’ ولايت له والي وانګ يوبو او نورو سيمهييزو مسولينو سره کتلي.
په دې کتنه کې دواړو لوريو د افغانستان او چين تر منځ د اقتصادي، سوداګريزو، روغتيايي، روزنيزو او اکاډميکو همکاريو په اړه بحث کړی او په بېلابېلو برخو کې يې د دوه اړخیزه اړیکو پر پياوړتيا ټينګار کړی دی.
ښاغلي وانګ يوبو ویلي، چې چين د اقتصادي همکاریو په برخه کې د افغانستان د سياست هرکلی کوي او لېوالتيا لري، چې په مختلفو برخو کې د تجربو په شريکولو سره خپلې همکارۍ لا زیاتې او دوام ورکړي.
مولوي عبدالسلام حنفي د چين ولسي جمهوریت د ‘يو کمربند، يوه لاره’ لويه پروژه د ورېښمو نوې لارې په توګه ياده کړې او ویلي یې دي، چې د افغانستان اسلامي امارت د دې لويې پروژې ملاتړ کوي.
د دې کتنې په پای کې د رياست الوزرا اداري مرستيال او مل پلاوي د چين ولسي جمهوریت د يون نان ولايت د والي له لوري په جوړه شوې مېلمستيا کې هم ګډون کړی دی.

