ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د یکشنبې ورځ، د ۷/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۲۱/۵/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

  د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د تورخم له لارې ۲٦ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۱۵۱ تنه غړي ثبت او بایمیټریک شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۱ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ٦۲ تنه و، ننګرهار، کونړ، لغمان او کابل ولایتونو ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۵۷ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۱۸ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې۱٦۲ زره افغانۍ کیږي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې مهم خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۸۱ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۴۹ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۲۵۹ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۵٦ تنه و، غزني، کابل او کندهار ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او ۱۹ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۴۸ کورنیو سره ټولې۳۹۲ زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

اته کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې ۳۸ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۱۳۲ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز لس زره او ۱۷ تنه مسافر وطن ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳۴ کورنیو سره ټولې۲۳۴ زره افغانۍ مالي مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په نیمروز کې ٦۴ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول، بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۳۸ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې ۴۵ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۹۸ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له ۳۵ کورنیو سره ټولې۲۳۸ زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډمهاله مېشتېدنې کمېټه:

هرات کې ۲۷ کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۱۵۸ کورنۍ، ٦۴۰ وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۱۹ کورنۍ، ۱۱۸ وګړي

مرسته شوي کډوال: ۱۳۵ کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۹۹ کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۱۹ عدده