ملي دفاع وزارت ویلي؛ د دې وزارت اړوند د هوایي ځواک له لوري یو بال Y12 الوتکه د لومړي ځل لپاره له فتحې وروسته په هوایي ځواک کې د تخنیکي او مسلکي انجینرانو له لوري ترمیم شوه، چې د پیلوټانو د نشتون له امله ولاړه وه، تېره ورځ یې د ملي دفاع وزارت وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد په شتون کې په بریالیتوب سره د مسلکي پیلوټانو پر مټ پرواز تر سره کړ.
همدا راز یو بال MD530 هلیکفتر چې د تخنیکي او مسلکي انجینرانو له لوري یې څو میاشتې د ترمیم چارې روانې وې هم ترمیم شوی او په بریالیتوب سره یې پرواز ترسره کړ.

