ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشا د کمېټو ورځنی کاري راپور

د شنبې ورځ، د ٦/۲/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۲۰/۵/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.

  د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.

بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:

ننـــــــــګرهــــــار

تورخم ډېورنډ فرضي کرښه

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له تورخم څخه ۱۹کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۹۵تنه و، کابل ولایت ته په خوندي توګه لېږدول شوي او یادو کورنیو ته ۸۱ زره او ۵۰۰افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۲۵کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې۲۱۰ زره افغانۍ کیږي.

کنــــــــــــــدهار

سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د سپین بولدک له لارې ۳۳کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۸٦تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د ټرانسپورټ او لېږد کمېټه:

له سپین بولدک څخه ۸کورنۍ چې د غړو شمېر یې ٦۰تنه و، کابل  پکتیکا او کندهار ولایتونو ته په خوندي توګه ولېږدول شوې او ۱۸ زره افغانۍ کرایه هم ورکړل شوې ده.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له ۳۲کورنیو سره ټولې۲۷۲ زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

په تېرو دوه ورځو کې ۴۴کورنۍ د تخته پل مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:

په  سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو  ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

خواړه: په سپین بولدک کې کډوالو  ته ۲۴٦خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.

روغتیا: په سپین بولدک کې ۷۸تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.

همدارنګه ۱۳۵تنه کډوالو  ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.

البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو  ته خیمې او کمپلې توسان وېشل شوي دي.

مخابرات: د مخابراتي خدمتونو د ادارې له لوري راستنو شویو کډوالو  ته ٦۷عدده سیمکارتونه په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او د انټرنټي بستې هم په کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

نیمروز

ورېښمو لار

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د ورېښمو له لارې نهه کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۸تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز ۹۸۱تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۷کورنیو سره ټولې۴۸ زره افغانۍ مالي مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

 په نیمروز کې په تیرو دوه ورځو کې  ۷۴کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې دي.

د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:

په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو  ته بېلابېل خدمات وړاندې شوي:

مخابرات: راستنو شویو کډوالو  ته ۸عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم په‌کې فعاله وې، وېشل شوي دي.

د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:

د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو  ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو  ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، مهاجرت، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.

هـــــــرات

اسلام کلا

د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:

د اسلام کلا له لارې نهه کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۱۷تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.

د مالي چارو د تنظیم کمېټه:

د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په اسلام کلا بندر کې له ۱۴کورنیو سره ۱۰۸ زره افغانۍ مرسته شوې.

د لنډمهالې مېشتېدنې کمېټه:

هرات کې ۵۷کورنۍ د مېشتېدنې په لنډ مهاله کمپ کې مېشتې کړل شوې.

د ټولو کمېټو د بېلابېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:

ثبت شوي کډوال: ۵۱کورنۍ، ۲۳۱وګړي

لېږدول شوي کډوال: ۵۲کورنۍ، ۱۵۵وګړي

مرسته شوي کډوال: ۷۴کورنۍ

لنډمهالي مېشت شوي کډوال: ۱۷۵کورنۍ

وېشل شوي سیمکارتونه: ۷۵عدده