د جمعې ورځ، د ۲۷/۱/۱۴۴۶ هـ ق نېټه چې ۱۲/۵/۱۴۰۳ هـ ش نېټې سره سمون خوري.
د هېواد له مختلفو لارو څخه افغان کډوال راستانه شوي او په بېلابېلو برخو کې ورته اړین خدمتونه وړاندې شوي.
بشپړ راپور یې په لاندې ډول وړاندې کیږي:
ننـــــــــګرهــــــار
تورخم ډېورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
په تېرو دوه ورځو کې د تورخم له لارې ۱۲ کورنۍ هېواد ته راستنې او د یادو کورنیو ۵۳ تنه غړي ثبت او بایومیټریک شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو تنظیم کمېټې لخوا له ۱۴ کورنیو سره مرسته وشوه، چې ټولې۱۰٦ زره افغانۍ کیږي.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
د تورخم په عمري کمپ کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول مهم خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۷۰ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
کنــــــــــــــدهار
سپین بولدک ډیورنډ فرضي کرښه
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د سپین بولدک له لارې نهه کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۵۳ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري په تخته پل کمپ کې له اتو کورنیو سره ټولې۷۸ زره افغانۍ مرسته شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمیټه:
په سپین بولدک کې راستنېدونکو کډوالو ته د روغتیا په شمول لاندې بېلابېل خدمات وړاندې شول:
خواړه: په سپین بولدک کې کډوالو ته ۱۴۴ خوراکه ډوډۍ او پاکې اوبه ورکړل شوې.
روغتیا: په سپین بولدک کې ۱۰۳ تنه راستانه شوي کډوال تداوي شوي دي.
همدارنګه ۳۸۳ تنه کډوالو ته د روغتیا په بېلا بېلو برخو کې عامه پوهاوی ورکړل شوی دی.
البسه: په لنډ مهاله کمپونو کې د اړتیا سره سم کډوالو ته خیمې او کمپلې وېشل شوي دي.
نیمرو
ورېښمو لار
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د ورېښمو له لارې ۵۴ کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۱۵ تنه و، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي او همدا راز یو زر او ۳۹۵ تنه مسافر هېواد ته راغلي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري له ۳٦ کورنیو سره ټولې۲۴٦ زره مالي مرسته شوې.
د خدماتو او روغتیايي چارو کمېټه:
په نیمروز کې راستنېدونکو کډوالو ته نن بېلابېل خدمات وړاندې شوي:
مخابرات: راستنو شویو کډوالو ته ۵۴ عدده سیمکارتونه، په وړیا توګه چې وړیا دقیقې او انټرنېټي بستې هم پهکې فعاله وې، وېشل شوي دي.
د اطلاعاتو او عامه پوهاوي کمېټه:
د نیمروز ولایت ورېښمو بندر کې کډوالو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی. یادو کډوالو ته د دوی د ثبت، لېږد، مالي مرستو، لنډ مهاله مېشتېدنې او همدرانکه د هېواد، اسلامي نظام، کډوالۍ، صبر او زغم، ښوونې او روزنې په اړه ګټور پوهاوی ورکړل شوی.
هـــــــرات
اسلام کلا
د ثبت، تثبیت او استقبال کمېټه:
د اسلام کلا له لارې ۴۴ کورنۍ چې د غړو شمیر یې ۸٦ تنه کیږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوي دي.
د مالي چارو د تنظیم کمېټه:
د مالي چارو د تنظیم کمېټې له لوري نن په اسلام کلا بندر کې له ۵۵ کورنیو سره ۳۹۸ زره افغانۍ مرسته شوې.
د ټولو کمېټو د بېلا بېلو کړنو ټولیز ارقام په لاندې توګه دي:
ثبت شوي کډوال: ۱۱۹ کورنۍ، ۴۰۷ وګړي
مرسته شوي کډوال: ۱۱۳ کورنۍ
وېشل شوي سیمکارتونه: ۱۲۴ عدده

