ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

نتانیاهو ته د بایډن خبرداری؛ هغه تېروتنې مه تکراروئ، چې امریکا په افغانستان کې وکړې

د امریکا ولسمشر جو بایډن غزه کې د اسرائیلو وحشتونو ته په اشارې سره بنیامین نتنیاهو ته خبرداری ورکړی او ویلي یې دي؛ هغه تېروتنې دې نه تکراروي چې امریکا د سپټمبر له ۱۱مې وروسته په افغانستان کې وکړې او په اوږدو جګړو کې ښکېل شول.

نوموړي زیاته کړې، چې د امریکا له لوري د افغانستان د اشغال مفکوره چې د نه ختمېدونکو جګړو لامل شوه، یوه لویه تېروتنه وه.

د بایډن دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې نتانیاهو د خپل سیاسي دریځ د ساتلو لپاره په غزه کې د جګړې د دوام هڅه کوي.

د یادونې وړ ده چې څه موده وړاندې د امریکا ولسمشر پر غزې د صهیونیستي رژیم د بریدونو د پای ته رسولو تازه وړاندېز هم اعلان کړی و.