ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

جاپان کې زلزله؛ په ځینې سیمو کې د سونامي څپو خبرداری ورکړل شوی

نن دوشنبه د جاپان په مرکز کې د رېښتر په کچه ۷.۶ درجې زلزله شوې.

د دې زلزلې څخه وروسته د یاد هېواد د هوا پېژندنې ادارې په ایشیکاوا، نیګاتا او تویاما ولایتونو کې د سونامي د څپو خبرداری ورکړی دی.

د جاپان دولتي نشراتي ادارې “این اېچ کې” د اشیکاوا ایالت د نوتو ساحلي سیمې له اوسېدونکو غوښتي، چې ژر له خپلو کورونو ووځي.

د راپورونو له مخې؛ د دې زلزلې سونامي امواج د جاپان غربي ساحلونو ته رسیدلي دي.

د راپورونو پر اساس په ایشیکاوا ولایت کې شاوخوا د ۳۲ زره او ۵۰۰ کورونو برېښنا پرې شوې ده.

دغه‌راز د دې ولایت په ځینو برخو کې ګڼ کورونه هم نړېدلي او ویل کېږي، چې دا زلزله ډېره زیان رسونکې ده او ښايي ډېر تلفات ولري.