وروسته له ۴ کلونو د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله سبا سهشنبه ( د ۱۴۰۲هش کال، د وږي ۳۱مه ) د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې پر وړاندې په سریالانکا کې د لوبې ډګر ته ښکته کیږي.
افغان کرېکټ ملي لوبډله لومړي ځل لپاره په ۲۰۱۲ م کال کې له پاکستان سره په شارجه کرېکټ لوبغالي کې مخ شوه. که څه هم په دې لوبه کې کریم صادق خان او محمد نبي ښه وځلېدل، خو بیا هم سیالي د پاکستان په ګټه تمامه شوه.
دویم ځل لپاره دواړه لوبډلې په ۲۰۱۴م کال په بنګلهدېش کې مخامخ شوې.
دغه لوبه چې د بنګلهدېش په عثمانعلي کرېکټ لوبغالي کې وشوه، افغانستان د پچې په ګټلو سره د توپاچونې پرېکړه وکړه. خو د سیالې لوبډلې له لوري ۲۴۸ ټاکل شوي هدف ته ونه رسېده او لوبه یې د ۷۲ منډو په توپیر وبایلله.
له څلور کلن ځنډ وروسته یو وار بیا په ۲۰۱۸ م کال کې افغانستان له پاکستان سره په اماراتو کې مخ شو. دا ځل بیا افغانستان د لوبې پچه وګټله؛ خو د تېر خلاف د توپوهنې پرېکړه یې وکړه. افغان لوبډلې د ۵۰ اورونو په لوبولو سره سیالې لوبډلې ته ۲۵۸ منډې هدف وټاکه. پر وړاندې یې پاکستان د ۷ لوبغاړو په سوزېدو سره ټاکل شوی هدف ۴۹،۳ اورونو کې پوره کړ.
په ۲۰۱۹ م کال کې افغانستان د پاکستان پر وړاندې خپله وروستۍ یو ورځنۍ سیالۍ ترسره کړه. دا لوبه نو بیا د اسیا څخه د باندې په انګلستان کې وشوه. په دې لوبه کې افغانستان د پچې په ګټلو سره توپوهنه غوره کړه. افغان لوبډلې د ۹ لوبغاړو به سوزېدو سره ټولټال ۲۲۷ منډې جوړې کړې او سیالې لوبډلې ته یې ۲۲۸ منډې هدف وټاکه. پر وړاندې یې سیالې لوبډلې یاد هدف د ۷ لوبغاړو په سوزېدو سره د وروستي اور په څلورم بال پوره کړ.
له څلور کالو تېرېدو وروسته یو ځل بیا افغان کرېکټ ملي لوبډله په خپل کوربتوب په سریلانکا کې مخ کیږي. دغه سیالۍ د دواړه هېوادونو ترمنځ د درې یو ورځنیو سیالیو لوبلړۍ ده، چې لومړۍ یې د ۱۴۰۲هش کال د زمري پر ۳۱مه، دویمه یې د وږي پر ۲مه او درېیمه یې بیا د همدې میاشتې پر ۴مه نېټه ترسره کیږي.
روزي خان خپلواک

