د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، چې د غور ولایت په دولینه ولسوالۍ کې د تربولاق زیرتنګی چکډیم پروژه د ۹ میلیونه، ۱۰۵ زره او ۴۷۳ افغانیو په لګښت بشپړه او د یاد ولایت د اوبو او انرژۍ ریيس ملا رحمت الله اماني، د هریرود- مرغاب عمومي حوزوي ریاست د سلاکار انجنیر سید حسن فضلي، د غور ولایت مقام د استازي او یو شمېر نورو سیمه ایزو مسولینو په شتون کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
ښاغلي اماني د یادې پروژې ګټې اخیستنې ته د سپارلو په مراسمو کې د اوبو د ارزښت او سپما په هکله خبرې وکړې او د دغې پروژې له ګټې اخیستونکو څخه یې غوښتنه وکړه، چې یاد چکډیم څخه په سمه توګه ګټه پورته او بنسټیز ساتنه یې وکړي.
د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، د دغه چکډیم زیرمه ایزه وړتیا شپږ زره او۵۰۰ متره مکعب ده، چې د اوبو د ضایعاتو د مخنیوي او د موسمي او دایمي اوبو د راټولولو په موخه جوړ شوی دی.
د یادونې وړ ده، چې یاد چکډیم د اوبو او انرژۍ وزارت له پراختیایي بودیجې څخه د غور د اوبو او انرژۍ ریاست تر څارنې لاندې جوړ شوی، چې له دې سره به په یادې ولسوالۍ کې د اوبو د کموالي ستونزې هوارې شي.

