ژوندۍ
ژوندۍ
spot_img

وروستی خبرونه

د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رييس د ازبکستان د انرژۍ وزارت له مرستيال سره لیدنه کړې

د برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس، ملا عبدالحق همکار، په مشرۍ پلاوي د ازبکستان د انرژۍ وزارت له لومړي مرستیال امید محمدامینوف او د دغه هېواد اړوندو تخنیکي او انجنیري ادارو سره لیدنه کړې.

یاده غونډه کې په ازبکستان کې د افغانستان سفیر شیخ عبدالغفار بحرد دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو د لا پیاوړتیا متقابلې همکارۍ او د انرژۍ په برخه کې د ګډو همکاریو پر پراختیا ټینګار کړی.

غونډه کې د برېښنا تولید، لېږد او وېش شبکو د پراختیا، تخنیکي ظرفیتونو لوړولو، د ځېرکو برېښنايي مېټرونو (Smart Metering)، د انرژۍ اوږدمهاله پلان جوړونې او د افغانستان برېښنا سکټور د عصري کولو په اړه خبرې شوي.

ورته مهال د ازبکستان لوري د افغانستان انرژۍ سکټور د پراختیا لپاره خپله بشپړه همکاري اعلان کړی او ویلي یې دي، چې د افغانستان اقتصادي وده، د کانونو پراختیا او صنعتي کېدو لپاره باوري او دوامداره برېښنا اساسي اړتیا ده.

هغوی څرګنده کړې، چې همکاري به یوازې د برېښنا تر صادراتو محدوده نه وي، بلکې د تولید، لېږد، وېش او تخنیکي ظرفیت لوړونې برخو ته به هم پراخه وي.

د افغانستان برېښنا شرکت عمومي اجراییوي رییس ملا عبدالحق همکار، د ازبکستان د وړاندیزونو هرکلی کړی او ویلي یې دي: موږ د ازبکستان وړاندیزونه د افغانستان انرژۍ سکټور د پراختیا لپاره مهم او ارزښتناک بولو. اوس اړتیا ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو لپاره یوه روښانه او عملي د لارې نقشه (Roadmap) جوړه او د تطبیق پړاو ته داخله شي. افغانستان د برېښنا تولید په برخه کې پراخو تخنیکي مطالعاتو ته اړتیا لري.

نوموړي زیاته کړې، موږ غواړو د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کوچنۍ کچې (مایکرو) او منځنۍ کچې (مېني) اوبو برېښناکوټونو، لمریزو، ګازي او د ډبرو سکرو پر بنسټ د برېښنا تولیدي پروژو لپاره جامع امکان‌سنجۍ ترسره شي، څو د افغانستان لپاره یوه ملي انرژۍ نقشه جوړه شي.

ښاغلي همکار ویلي:« زموږ هدف یوازې د برېښنا واردول نه دي، بلکې غواړو د افغانستان د تولید، لېږد او وېش ظرفیتونه پیاوړي شي. د انجنیرۍ، ډیزاین، تولید،عملیاتو او ساتنې (Operation & Maintenance) په برخو کې تخنیکي همکارۍ او د ظرفیت لوړونه زموږ اساسي اړتیا ده.که ګډ پلان، قوي تخنیکي همغږي او چټکې عملي پرېکړې ولرو، د افغانستان د انرژۍ راتلونکی به لا روښانه شي او د دواړو هېوادونو اقتصادي اړیکې به لا پیاوړې شي.»

همدارنګه په غونډه کې د سرخان–پلخمري ۵۰۰ کیلوولټ برېښنا لېږد پروژې د پرمختګ په اړه هم خبرې شوي. دواړو لوریو د دې مهمې پروژې د چټک او پر وخت تطبیق پر اړتیا ټینګار کړی او د تخنیکي همغږۍ او ګډو هڅو له لارې یې د ستونزو د حل ژمنه کړې ده.

د ازبکستان د انرژۍ وزارت لومړي مرستیال ویلي:« چې د افغانستان لپاره به د انرژۍ د پراختیا یو ۱۵ کلن جامع پلان جوړ شي. د تخنیکي مطالعاتو او امکان‌سنجیو له بشپړېدو وروسته به د لومړیتوب لرونکو پروژو تخنیکي مشخصات او اټکلي لګښتونه د افغانستان برېښنا شرکت سره شریک شي».

د غونډې په پای کې دواړو لوریو د ګډو تخنیکي کاري ډلو پر جوړولو، د تجربو او ټکنالوژۍ پر تبادلې، د ظرفیت لوړونې او د افغانستان انرژۍ سکټور د عصري کولو لپاره د عملي همکاریو پر دوام ټینګار کړی دی.